د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د قوانینو رعایتولو څانګو مسئولینو ته د ښوونیز پروګرام جوړول

دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزی د همغږي عالي کمیسیون د کاری کمیټي دریمه غونډه په ۱۸/۱۱/۱۴۰۲ ه شد کار د کیفیت څخه ډاډ او د چارو د ښه والي یوه له بنسټیزو برخو څخه دوامداره زده کړه، روزنه او د کار له پروسې سره بلدتیا دی. د غیر بانکي مالي موسسو سکټور، په ځانګړې توګه د تبادلې شرکتونه او پولي خدمتونه، د هیواد له مهمو مالي سکتورونو څخه شمیرل کیږي او دا سکتور باید په مسلکي توګه د خپلو مقرراتو او کاري طرزالعملونه سره سم عمل وکړي تر څو د هیواد مالي او پولي سیستم سالم پاتې شي او د اړوندو چارو په بهیر کې د ننګونو او ګواښونو د رامنځته کیدو مخه ونیول شي.

له همدې امله، یو له اصلي معیارونو څخه چې دا سکتور باید ورسره بلدتیا ولري؛ مقرراتی مکلفیتونه دي په ځانګړی ډول د لویو نغدي معاملو او شکمنو معاملو د رپوټونو د وړاندې کولو څرنګوالی او د پیرودونکو دقیق پیژندل دي چې دا پروسه د اغیزمنو او ګټورو روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره بشپړه او معیاري کیدلی شي .

په دې اساس، د مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز د دې سکتور د حوالو برخی رپوټونو هم بریښنایی کړی او د آزمایښتی پړاو مودې څخه وروسته؛ د 01/12/2023 نېټه څخه تر 15/01/2024 نېټې پورې په کابل او نورو شپږو سیمه ایزو زونونو کې ټولټال د (1367) څخه زیاتو د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو مرکزي دفترونو او څانګو لپاره روزنیز پروګرامونه تنظیم کړ چې پدې روزنیزو پروګرامونو کې په بریښنایی ډول د لویو نغدي معاملو او حوالو رپوټونو ورکولو څرنګوالی تدریس شول.

سربیړه پر دې، په مرکزي زون کې د شکمنو معاملو رپوټونو برېښنایی کړې دی او په دې اړوند د ذکر شوي شرکتونو د قوانینو رعایت څانګې مسئولینو ته د شکمنو معاملو توپیر او لېږلو لپاره روزنیز پروګرام وړاندې کړي. د مالی رپوټونو او معاملو د شننې مرکز په پام کی لري چې د کاري پلان له مخې، د نورو سیمه ییزو زونونو کې د شکمنو معاملو رپوټونو به ډېر ژر په برېښنایي ډول کړي.

د وړاندی شوی پروګرامونو د بحث موضوعګاني:
• د لویو او شکمنو معاملو د رپوټ ورکولو او د اړوندو چارو د پلی کولو لپاره د مقررو چوکاټ معرفی کول؛
• د پیسو دوینځلو مسئلو او د نورو جرمونو مخنیوی په اړه د روزنیز سیمینار وړاندی کول؛
• د معاملو ډولونو تشریح (لوی ، د معیارونو څخه لاندې او په ځانګړی توګه شکمنی او د خپلو معرف شاخصونو سره)؛
• د تعزیراتو لیستونو تشریح کول او د پلی کولو څرنګوالی؛
• د رپوټ ورکولو نوی سیستم تشریح کول (د اسعارو تبادلی او حوالو)؛ او
• د نوی تبادلی او حوالو سیستم له لارې د معاملو رپوټ ورکولو عملی کار.